زما ښاغلې اودرنې مورې زما له شاتو هم خوږې مورې
دبشريت پايښت دى ستا له مخه ستا ډېرې لوړې ارادې اراد مورې
ستا شان، مقام رتبې ته کله رسي
که څو دې ستايم پښتنې مورې
تا خپله غېږه کې روزلى يمه
زه دتوحيد په زمزمې مو رې
×××××××××××××××
منم لري ساکښان ډېرې رشتي ستا رشته ټولو کې ښاغلې ده
دبشريت او دفطرت تاريخ کې دې نړۍ بيا کله ليدلې ده
کله پتنګ شې کله شمع راته ستا مينه هر وخت سوځېدلې ده
دتقدس او دعظمت رتبه دې خداى خپل کلام کې هم ستاپلې ده
×××××××××××××××××
دکهکشان تناب دى ستا په لاس کې دااسمانونه خوزولى شې ته
چې په اتوم اوپه لښکرو نه شي داسې بدلون هم راوستلى شې ته
دنېکمرغۍ او بدمرغۍ تيږه مې ژوند تهداب کې ايښودلى شې ته
هم دالفت هم دنفرت خميره زما فطرت کې اچولى شې ته
××××××××××××××××××
ته مې زانګو کې پوهولى شې چې، ورځه وجود او کائنات جوړ کړه
يا خو وږمه شه پسرلى راوله او يا خو تالنده برسات جوړکړه
ورشه دسولې څلي ونړوه يا مدنيت او موجودات جوړ کړه
يا خداى شه يا دوى ته معبودپيدا کړه لات او منات او سومنات جوړ کړه
××××××××××××××××
زه ړندې سترګې يمه ستا په غېږ کې ته دژوند لارې ته امسا راکوې
دژوند تياره او نامعلوم سفر ته له تجربو نه دې رڼا راکوې
چې، مې څپې دنهيلۍ وانه خلي توښه دمينې او موسکا راکوې
ته مې ماڼو يې دژوندون دبېړۍ هر څه کولى شې خندا راکوې
××××××××××××××××××
ته له کعبې اوعرش نه ډېره درنه له قدمونو نه دې ځار شمه
زما خدمت ستا حق ته نه رسيږي که دې هرڅومره خدمتګارشمه
لږ ددعا لپه دې راکړه راته چې، برابر دحق په لارشمه
که مې دزړه قدم وزر لاندې کړې بيا به هم خداى زده که حقيار شمه